افغانستانخبرونه

د کورنيو چارو وزارت : د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور له ۵۰۰۰ ډېر کسان نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت ويلي؛ په ۴۲۱۰ عملياتو کې د څلورو بهرنيو وګړيو په ګډون ۵ زره ۵۱ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ستراتيژۍ عملياتي رئيس محمدالله احمدي د کب په ۱۳مه په کابل کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې څرګنده کړې، چې په تېر کال کې زرګونه روږدي کسان راټول شوي دي.دغه راز له ۵۰۰ ټنو ډېر نشه‌يي او الکولي توکي نيول شوي او د هغو د توليد او پروسس ١٧٠ فابريکې ويجاړې شوې دي.د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د څو وزارتونو له مرستيالانو سره د همغږۍ په غونډه کې وويل ،چې له افغانستانه به د نشه يي توکو ريښې وباسي.د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال عبدالحق اخند وايي: د نشه يي توکو له کښت، قاچاق او استعمال سره د مبارزې په برخه کې د ټولو ادارو په همغږۍ به له افغانستانه د نشه‌يي توکو لمن ټوله کړي.مسئولين وايي، چې د څه باندې يوه کال په موده کې يې د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.په دې غونډه کې د يوشمېر وزارتونو مرستيالانو برخه اخيستې وه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هر اړخيزې همغږۍ لپاره حللارې شريکې کړي.د امر باالمعروف وزارت مرستيال عدالرحمن منيب وايي، چې له نشه‌يي توکو سره مبارزه يوه شرعي موضوع ده.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وايي: هغه کسان، چې له نشه‌يي توکو رغېږي، بايد ورته د کار زمينه برابره شي.د امرباالمعروف وزارت مرستيال عبدالرحمن منير وايي: په هيواد کې د کوکنارو د کښت او توليد سره مبارزه يو شرعي امر دی.د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معيينيت وايي، هڅه کوي په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته راکښته کړي؛ ځکه د اسلامي امارت د رهبر په فرمان کې د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق د مخنيوي سپارښتنه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *