افغانستانخبرونه

د کورنيو توليداتو د ملاتړ ټولنه : په ډېرو برخو کې افغانستان د ځان بساينې په لور روان دی

د اقتصاد وزارت وايي، چې د امريکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو او بانکي محدوديت سره سره يې د صادراتو کچه زياته او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ ساتلي دي. ورته وخت کې د هېواد د کورنيو توليداتو د ملاتړ ټولنه وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې کورنيو توليداتو د پام وړ وده کړې او په ډېرو برخو کې افغانستان د ځان بساينې په لور روان دی. په داسې حال کې چې افغانستان په اقتصادي برخه کې د نړيوالو بنديزو سره مخ دي او په هېواد کې د بېوزلۍ کچه لوړه ده، خوافغان حکومت وايي: په پام کې لري ،چې روان ۱۴۰۲ کال کې د لويو اقتصادي پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کار کولو زمينه برابره او د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *