افغانستانخبرونه

د کندوز کروندګر: د سبزيو د ساتنې لپاره دې راته سړې خونې جوړې شي

د کندوز يو شمېر ګروندګر د سبزيجاتو حاصلاتو له زياتوالي خبر ورکوي، خو له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې معياري سړې خونې دې ورته جوړې کړي.د يو شمېر ګروندګرو د معلوماتو له‌مخې: په ژمنيو حاصلاتو کې، تازه پياز، پالک، ګازرې، شغلم، ګلپي، کاهو، کرم، سپينې او سرې مُلۍ شامل دي.څلوېښت کلن نورمحمد د کندوز ښار اړوند د الچين په سيمه کې يې پر پنځه جريبه ځمکه ګازرې، شغلم، پياز او پالک کرلي.دی وايي: (( سږ کال د ګازرو حاصلات ښه دي. اوس موږ يو من ګازرې په ۵۰ افغانۍ خرڅو. دولت بايد د ګروندګرو د سبزيجاتو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، ترڅو موږ خپل محصولات تر ډېر وخت پورې وساتو او په ښه قيمت يې وپلورو.))د الچين سيمه د کندوز ښار شمال لوري ته موقعيت لري او د شېرخان بندر ترانزيټي او سوداګريزه لاره هم پر همدې سيمه تېره شوې.دلته ګڼ شمېر ګروندګر په خپلو ګروندو کې د ګازرو، شلغمو او شنو پيازو په راټولو بوخت دي.له دوی پنځوس کلن نجم الدين رسنيو ته ويلي: (( د سبزيجاتو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوو. دولت بايد له موږ سره د کېمياوي سرې، د تخنيکي وسايلو او تخمونو په برخه کې مرسته وکړي. تراکتور د يو ساعت قولبې په بدل کې ۱۴۰۰ افغانۍ اخلي او ترڅنګ د کېمياوي سرې نرخ هم لوړ شوی. که حاصلات زيات هم شي، خو زموږ کړی لګښت نه پوره کوي.))د کندوز د کرنې رياست د کرنيزو چارو مختصص عبدالبصير فقيري وايي: سږ کال په دې ولايت کې کابو پر ۳۰۰ هکتاره ځمکه سبزيجات کرل شوي وو او له هغه ۹ زره او ۷۵ ټنه حاصلات لاسته راغلي.ده وويل: (( په کندوز کې بېلابېل سبزيجات په ځانګړې ډول ګازرې ډېرې زياتې کرل کېږي. له دې ولايته ګازرې او نور سبزيجات د هېواد پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو ته هم وړل کېږي. ګازرې له ګټورو سبزيجاتو دي، چې د انسان سترګو او ټول وجود ته ډېره ګټه رسوي.)) کندوز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان يو مهم کرنيز ولايت ګڼل کېږي.د معلوماتو له‌مخې د دې ولايت ۸۰ سلنه وګړي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له همدې درکه د خپلو کورنيو لګښتونه پوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *