
کندهار ښاروالۍ ښاريانو ته د ادارې اړوند د ټولو معلوماتو وړاندې کولو په هدف معلوماتي بانک پرانيست ،د کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن ويلي: کندهار ښاروالۍ د معلوماتو بانک په دې هدف جوړ کړ، تر څو د ښاروالۍ په کارونو کې لا شفافيت راشي.ښاغلي حسن زياته کړې: عام ولس او خبريالان هر وخت د ښاروالۍ د خدمتونو، فعاليتونو او لاستهراوړنو څخه خبر ترلاسه کولای شي.(( دا اقدام کندهار ښاروالۍ د دې لپاره کړی، چې ټول خبريالان او عام ولس د ښاروالۍ له فعاليتونو خبر شي.)) د کندهار ښاروالۍ وياند زمری څرګند وايي: دوی دا معلوماتي بانک د درېيو مياشتو په موده کې جوړ کړ او د کندهار ښاروالۍ د رياستونو، آمريتونو، مديريتونو او ماموريتونو معلومات يې په کې ځای پر ځای شوي دي.په کندهار کې د رسنيو مسئولين او خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ښاروالۍ رياست دغه اقدام خورا ګټور بولي.خبريالان وايي: د ښاروالۍ په څېر بايد نورې ادارې هم رسمي وياندويان وټاکي او خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.د شنهوا خبري اژانس خبريال صبغت الله ارغند او ازاد خبريال وحيد الرحمان افغانمل وايي:((د ښاروالۍ رياست دا کار د خبريالانو په کارونو کې خورا آسانتياوې رامنځته کوي. زموږ غوښتنه داده چې ټولو دولتي ادارو ته وياندويان وټاکل شي، تر څو پر وخت خبريالانو ته معلومات ورسېږي.))