افغانستانخبرونه

د کندهار ښاروالي: عوايدو په زياتېدو سره مو د بيارغونې کارونه هم ګړندي شوي

د کندهار ښاروالۍ مسئولين وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغې ادارې عوايد ۸۵ سلنه لوړ شوي چې ورسره په کندهار ښار کې د بيارغونې کارونه هم ډېر شوي دي. د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول ويلي، سږ کال ښاروالۍ ۴۳۳ ميليونه ۲۹۷ زره او ۱۱۰ افغانۍ عوايد راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه عوايد ۴۵ ميليونه ۷۵۶ زره او ۳۸۶ افغاني وو. هغه زياته کړه په دې توګه سږ کال د کندهار ښاروالۍ په عوايدو کې ۸۵ سلنه ډېروالي راغلي ،چې لامل يې په بشپړه روڼتيا د عوايدو راټولول او دغه راز پر خلکو د پاتې جريمو او باقياتو تصفيه کول دي. نوموړي وايي: دغه عوايد د کورونو او نورو ودانيو د صفايي، د ښاروالۍ ملکيتونو د کرايې، د تفريحي پارکونو او نورو ځايونو د قراردادونو، د مخابراتي شبکو انتنونو د کرايې، د سړک غاړې لوحو د اعلاناتو ،د جوازونو د ملکيت سندونو، د سړک غاړې له پلورونکو جريمو پخوانيو باقياتو او نورو راټول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *