
روغتيايي مسئولين وايي، چې کندهار کې د ميرويس روغتون يې له ۶۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰۰ بسترونو ته لوړ کړی دی.دغه روغتون د هېواد په سوېل کې له ټولو ستر روغتيايي مرکز دى او د کندهار تر څنګ د هلمند، ارزګان، زابل او نيمروز ولايتونو ناروغان هم د درملنې لپاره ورځي.د عامې روغتيا وزارت اداري مرستيال مولوي اسحاق صاحبزاده وايي: په هرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ميرويس روغتون ته نږدې پنځه زره ناروغان د درملنې لپاره راځي.د هغه په وينا، دا شمېره هره مياشت نږدې ١٥٠زره ناروغانو ته رسېږي، چې په شته امکاناتو يې درملنه نه کېږي.د عامې روغتيا وزارت مرستيال ويلي، چې د دغه روغتون له پراختيا وروسته به يې پرسونل له ۸۲۰ تنو څخه ۱۵۶۵ ډاکټرانو، قابلو او نرسانو ته لوړ شي.د روغتيايي چارواکو په وينا، هڅه کوي چې د کندهار په ولسواليو کې هم روغتيايي خدمتونه له پخوا لا زيات او ښه کړي.