
مسئولين وايي: دغه سړک چې د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه پيل او د کندهار دخاکريز او نيش ولسوالۍ ترڅنګ د ارزګان دهراود ولسوالۍ يو له بل سره نښلوي.ياد سړک د کندهار ارغنداب، خاکريز او نيش ولسواليو تر څنګ د ارزګان دهراود ولسوالۍ يوله بل سره نښلوي.دغه سړک چي مجموعي طول يې ټولټال ۱۱۰ کيلومتره دي د جوړيدو لپاره يي پنځوس ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي، چې ممکن د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې بشپړ شي.د ټولګټو چارو وزارت د روانو پروژو تخنيکي مسئول انجنير شېر حسن خوشيوال وايي: چارې يې په ښه ډول جريان لري او زياتوي، چې له همدې يخ موسم وروسته يې ښايي کارونه نور هم ګړندي شي.(( دا پروژه دکندهار- ارزګان په نامه ده ،چې تقريباً د ۱۱۰ کيلومتره اوږدوالی او په ۱۰ متره سور باندي ده زموږ کارونه په څو سکشنه باندي جريان لري او تقريباً تر ۵۰ ميليونه ډالره ورته ځانګړي شوي دي او کار يي کېدای شي د څلورو کلونو په موده کي تمام شي))د دې تر څنګ د خاکريز ولسوالۍ د سړک جوړوني پروژې مسئول انجنير محمد رفيق منګل وايي :رغنيزې چارې يې په ښه ډول جريان لري او هڅه کوي، چې د ترسره شوي قرار داد مطابق پروژه تکميل کړي.(( کارونه خورا چټګ روان دي لږ د ډېزاين مشکلات شته چې هغه ستونزه هم حل شي ،نو ژر به دخاکريز په دښتو کې کار پيل کړو او د نظارت ټيم څخه هم مننه کوم چې د هر انچ او هري سانتي پوښتنه راڅخه کوي.))د خاکريز ولسوالۍ د سړک جوړوني پروژې د يوې برخې مسئول احمدالله بيا ولس ته ډاډ ورکوي، چې په بشپړه رښتينولۍ سره د سړک د جوړيدو چاري مخته وړي.ده زياته کړه: خوښ دی چې د خاورې او ولس خدمت کوي نوموړي پر ټولو هېوادوالو دخاوري او خلکو دخدمت کولو ږغ وکړ: (( ډېر دوياړ او خوشحالی ځای دي چې دلته کارکوم او دازموږ اوستاسي وظيفه ده ،چې په اخلاص کاروکړو دکندهار او ارزګان خلکو سره مو دا ژمنه ده چې تاسو راسره همکارسئ موږ پوره درسره همکاريو .))په ورته وخت کې د کندهار ارغنداب او خاکريز ولسواليو اوسيدونکي او موټر چلوونکي د يادي پروژي له پيلېدو هرکلي کوي او زياتوي، چې د ياد سړک په جوړيدو سره به دتګ او راتګ پر مهال د خلکو ګڼي ستونزي حل شي.(( لاره ټوله خرابه او ويجاړه ده ناروغ مو تر ځايه نه رسېږي پر لاري راته مړ شي، زموږ غوښتنه دا ده چې سرکونه او پلچکونه راته جوړکړي او له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د دې سرک بايد ډېر خيال وساتي او موټروانان بايد درانه بارونه ورباندي يونسي او د سړک په منځ کي پيپونه تير نه کړي ))د کندهار دخاکريز ولسوالۍ سړک يو له هغو عمومي ويجاړو سړکونو څخه دی چې د سيمې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي او د ولسوالۍ د خلکو غوښتنه وه ،چې دا سړک جوړ او د دوی ستونزې حل شي.