
د کندز د ځمکني ترانسپورټ رياست مسوولين وايي، چې د ياد ولايت په شېرخان بندر ښارګوټي کې د څه باندې ۷ ميليونو افغانيو په لګښت د موټرو يو ترمينل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.د دغه ولايت د ځمکني ترانسپورټ رييس ډاکټر محمد حسين وويل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولايت کې بنسټيزو کارونو پاملرنه زياته شوې او دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.د يادونې وړ ده، چې دغه ترمينل پر ۱۱ جريبه ځکه جوړ شوي او د څو نورو ترمينلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.