
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت رياست له لوري د پنځمې ناحيې اړوند د کمپنۍ سړک د قرغې له څلوېښت متره نښلوونکي سړک سره بيا ورغول شو. له دې مخکې د ياد سړک ۱۰۰ متره لښتي د يو شمېر بې مسئوليته ښاريانو له خوا د کثافاتو او خاورو اچولو له امله بند وو، چې د سړک د ويجاړېدو او د اوبو ډنډ کېدو سبب ګرځيدلي وو. له تخنيکي مطالعاتو وروسته د ۴۰۰ متر مربع په پراخوالي د ياد سړک ويجاړه شوې برخه په بنسټيزه توګه بيا ورغول شوه.