افغانستانخبرونه

د کمال خان د تراکو کانال د ټینګېدو کارونه بشپړ شول

د هلمند د سېنديزې فرعي حوزې رئيس، مولوي سيد محمد ولي ((آغا)) وايي: د نيمروز ولايت د کمال‌خان بند د تراکو‌کانال د تحکيم کاري چارې د لاندې هلمند د سېنديزې فرعي حوزې (زرنج) رياست د تخنيکي ټيم له خوا د ولايت مقام، د اوبو د څخه د ګټه اخېستونکو ټولنې او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په همکارۍ په شپږو ورځو کې بشپړ شول.د لاندې هلمند د سېنديزې فرعي حوزې (زرنج) رئيس، زياته کړه ،چې په دې کار کې ٢٩ ګبيون بکسونه (د تللو د مخنيوي لپاره کارول شوي) او ١٥٠٠ پارسلان کارول شوي، ترڅو اوبه د زرنج ښار ته د تګ په صورت کې د تراکو‌کانال څنډې له منځه ولاړې نشي.‌د يو بل خبر له مخې: د نيمروز يو شمېر ځمكه والو او كروندګرو د لاندې هلمند د سېنديزې فرعي حوزې (زرنج) له تخنيكي سلاکار منصور ((عمري)) سره وکتل او د خپلو کروندو په اړه يې معلومات وړاندې كړل او وويل: که چېري اوبه په په وخت سره ونه رسېږي، کروندې به له منځه ولاړې شي.په دې ليدنه کې د يادې ادارې تخنيکي سلاکار، منصور ((عمري)) وويل، چې د کمال‌خان‌بند په کاسې کې د اړتيا وړ اوبه نشته او د يوې دروازې د پاکولو چارې روانې دي.ځمکوالو او کرونګرو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په پای کې ۵ تنه (۲ تنه انجينران او ۳ ټنه د کروندګرو استازي) وټاکل شول ،ترڅو د کمال‌خان‌بند څخه و زرنج ښار ته څرنګه د اوبو مخ خلاص يا هم لاره ورته برابره کړي چې اوبه زرنج ته راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *