
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له اماراتو څخه د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ دوه د يو په مقابل کې وګټله.وړمه شپه د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.په توپوهنه کې ((محمد وسيم)) ۷۵ او ((ويرتيا اروينډ)) ۵۹ منډې وکړې.د افغانستان لپاره راشد خان په څلورو اورونو کې د ۱۶منډو په ورکولو سره تر نورو غوره توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي يې وسوځول.که څه هم په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې پيل ښه نه و، خو په وروستيو کې د کريم جنت د چټکې پنځوسيزې پرمټ ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره شو.د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې کريم جنت په ۲۲ توپونو ۵۶ او ابراهيم ځدران په ۵۱ توپونو ۶۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.د يادونې وړ ده، چې د دې لوبې غوره لوبغاړي کريم جنت ونومول شو.