افغانستانخبرونه

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت : د ۱۰۰ زره ټنو غنمو د پېرلو طرحه موکابينې ته وړاندې کړې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه له ملګروملتونو او مرستندويه هېوادونو غواړي، چې له افغانستان سره د غنمو د زيرمه کولو په برخه کې مرسته وکړي.ياده خونه دغه راز د کورنيو کرنيزو په ځانګړې توګه د غنمو د توليداتو پر زياتوالي ټينګار کوي. دغه غوښتنه په افغانستان کې د وچکالۍ د غځېدو د احتمال په تړاو شوې ده.د کرنې او مالدارۍ خونې مرستيال ميرويس حاجي‌زاده وايي: (( په اوسنيو حالاتو کې بايد نړيواله ټوله او نور هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي او د اسلامي امارت مسئوليت لري، چې په ستراتيژيکو زېرمو کې غنم ولري، څو خدای مه‌کړه له ولږۍ او وچکالۍ سره مخ نه‌شو.))د اقتصادي چارو کارپوه قطب الدين يعقوبي وايي: (( افغانستان په کلني ډول شاوخوا ۸،۶ شپږم اعشاريه اته ميليونه مټرک ټنه غنمو ته اړتيا لري، چې له نيکه مرغه پنځه ميليون مټرک ټنه يې له کورنيو سرچينو برابرېږي او پاتې يې له بهرنيو سرچينو برابرېږي.)) له بل لوري د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت د ۱۰۰ زره ټُنه غنمو د پېرلو طرحه کابينې ته وړاندې کړې ده.د دغه وزارت د وياند په وينا: د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې په تصويبېدو سره به دغه اندازه غنم بېړنيو حالاتو ته د رسېدنې لپاره وپېرل شي.مصباح الدين مستعين وايي: (( کرنې وزارت کابينې ته وړانديز کړی و، چې د اضطراري حالاتو لپاره بودجه مختص کړي او د يو لک ټنه غنمو خريداري وکړي؛ نو هغه چې د ۱۴۰۲ کال بودجه متخصېږي، له دې وروسته به دا معلومېږي ،چې خريداري به له چا څخه کېږي او څه وخت به يې کوي.))د کرنې او مالدارۍ خونې د مالوماتو له مخې، افغانستان بايد په خپلو ستراتيژيکو زيرمو کې درې مېليونه ټُنه غنم ولري؛ څو په بېړنيو حالاتو کې له ستونزو سره مخ نه‌ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *