
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال د افغانستان د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېږي، چې ۹۰ سلنه يې له هرات ولايت څخه ترلاسه شوي دي. د دغه وزارت وياند زياتوي، چې په راتلونکي کال کې به زعفران په ۱۵ ولايتونو کې په ازمايښتي او پر ۲۰۰ جريبه ځمکه کې وکرل شي. په همدې حال کې د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د ۴۰ ميليونه ډالرو په ارزښت افغان زعفران بهر ته صادر شوي دي. بله خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان د زعفرانو بيه د نړۍ په بازارونو کې لوړه شوې ، خو د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو نشتوالی د سوداګرو په وړاندې له لويو ننګونو څخه دي. د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شمېرو پر بنسټ، د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې اته زره هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده، چې هرات ولايت د زعفرانو په توليد کې لومړي ځای لري او په دغه ولايت کې توليد شوي زعفران په نړيوالو بازارونو کې ډېر پېرونکي لري.