
د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانو کې د بندي ۵۲۴ افغانانو د آزادېدو خبر ورکړی دی.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې پرون په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په پايله کې د کراچۍ له زندانونو څخه ۵۲۴ افغانان چي ۵۴ مېرمنې او ۹۷ ماشومان هم پکې شامل دي آزاد او ډېر ژر به خپل هېواد ته ولېږدول شي.خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د زندانيانو د ترانسپورت، د لارې خوراک او څښاک او جامو ټول مصارف د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لارښوونې سره سم د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکول کېږي.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په زندانو کې له افغان بنديانو سره د ناسم چلند راپورونه خپاره شوي وو.