
د پاکستان د کراچۍ له زندانه د ١٣٧ نور افغانان خوشي شوي دي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، چې په خوشي شويو افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ياد افغانان د هستوګنې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوي او بنديان شوي وو. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت زياته کړې ،چې خوشي شوي افغانان د چمن دروازې له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي. د پاکستان حکومت تر دې مهاله له خپلو زندانونو د تازه خوشي شويو افغانانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي. د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې ويلي وو، چې د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا دوه زره افغانان بنديان دي،چې يو شمېر يې خوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کېدو هڅې روانې دي.