افغانستانخبرونه

د کجکي بند د اوبو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي

د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي او مسئولين وايي: کجکي بند ته له ورغلي سينده هره ورځ د سلګونو واټرپمپونو په وسيله اوبه ايستل کېږي او دغه کار په بند کې د اوبو د کمېدو لامل ګرځېدلی دی. د ياد ولايت د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: پر دری کلنې وچکالۍ سربېره هره ورځ په غير قانوني توګه د کجکي بند له شاوخوا د سلګونو واټرپمپونو په وسيله اوبه ايستل کېږي ،چې له امله يې په بند کې په کافي اندازه اوبه نه راټولېږي. دوی وايي، چې دې چارې آن د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی. بلخوا په هلمند کې د يو شمېر صنعتي کارخونو مسئولين هم د برېښنا نشتون له امله شکايت کوي او له حکومته غواړي چې د کجکي بند ته له ورغلي سينده د واټرپمپونو په وسيله د اوبو ايستلو مخه ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *