افغانستانخبرونه

د کانکور ازموينې مخکښ زده کوونکي وستايل شول

د ۱۴۰۲ لمريز کال د کانکور عمومي، ديني مدرسو، څوارلسم فارغانو او علمي سويې تثبيت ازموينو له لومړي تر پنځم نمره برياليو زده کوونکو په ستاينغونډه کې د اسلامي امارت چارواکو له ځوانانو څخه وغوښتل چې تر زده کړو وروسته دې په خپل هيواد کې پاتې او ملت ته دې خدمت وکړي.په ياده غونده کې د ازموينې ملي ادارې عمومي رئيس شېخ عبدلباقي حقاني وويل ،چې ديني او عصري زده کړې د افغانانو اړتيا ده او بايد کار ورته وشي.(( اوس مو په هيواد کې امنيت ټينګ دی او د زده کړو لپاره يو ښه فرصت دی. موږ له ځونانو څخه هيله لرو ،چې د زده کړو لپاره پاک نيت ولري چې په رښتينې معنی خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړي.))د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري هم په ياده غونده کې له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه ،چې تر زده کړو وروسته له هيواد څخه د وتلو هڅه ونه کړي او خپل هيواد ته خدمت وکړي. (( د هيواد کومه شتمني ،چې په ځونانو د زده کړو په برخه کې مصرف شوې، له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه کوو، چې له عصري او ديني زده کړو تر فارغېدو وروسته په خپل هيواد کې پاتې او خدمت وکړي.))په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال هم وويل، چې د اسلامي امارت مشران به د ځونانو علمي هڅو او نور مسايلو ته پام او په دې برخه کې به يې ملاتړ کوي.
(( برياليو ځونانو ته مې دا پيغام دی چې دوی بايد نورو ځونانو ته دا پيغام ورکړي ،چې افغانستان زموږ کور دي او زموږ کار او خدمت ته اړتيا لري.))د غونډې په وروستيو شېبو کې د کانکور او ديني مدرسو په استازيتوب عمومې اول نمره‌ګانو هم له ټولو ځونانو وغوښتل چې زده کړې وکړي او خپل هيواد ته خدمت وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *