افغانستانخبرونه

د کانونو د استخراج په بدل کې د کابل – کندهار سړک رغول کېږي

د ټولګټو چارو وزارت غواړي، چې د کانونو د استخراج په بدل کې، د کابل – کندهار لويه لاره ترميم او ورغوي او په دې برخه کې يې له شرکتونو غوښتي ، چې له اسنادو سره مراجعه وکړي. دټولګټوچارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي ،چې ياد وزارت د کابل – کندهار دلويې لارې اقتصادي ارزښت ته په کتو سره، پلان لري ،چې دا لويه لاره په پنځو برخو کې د کانونو د استخراج په بدل کې ترميم او بياورغوي. سرچينې زياته کړې، دا پنځه برخې له ارغندۍ چوک څخه تر دراني بازار، د غزني له مرکز څخه تر پښ کنده، له پښ کنده څخه تر قلات، له قلات څخه تر شهر صفا او له شهر صفا څخه تر مانجه) پورې تقسيم شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل- کندهار د سړک يادې برخې د کانونو د استخراج په بدل کې له ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوي او په اساسي ډول بيارغول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *