افغانستانخبرونه

د کابينې په غونډه کې د جمهوريت روغتون د ريفورم طرحه تائيد شوه

د افغانستان داسلامي امارت د کابينې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د جمهوريت روغتون د ريفورم طرحه تائيد شوه او د عملي کېدو پلان جوړونه يې له ياد وزارت سره په ملتيا اداري کميسيون ته وسپارل شوه. په دې غونډه کې همدارنګه د ياد وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابريکي د فعالولو وړانديز تائيد شو، چې د پورته دواړو پرېکړو د تطبيق د لګښت اړوند دماليې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې يې په پام کې ونيسي. د کابينې په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی رياست ته هم دنده وسپارل شوه، چې په غزني کې د اسلامي ثقافت دمرکز په نوم دودانۍ تصرف خپل کړي او د ساتنې او څارنې په موخه يي بېل آمريت رامنځته کړي، د دې تر څنګ دې په دې مرکز کې سرپوښ بازار او مېلمستون د غزني تخنيکي پوهنتون ته وسپاري. په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال په مشرۍ د ملي دفاع، کورنيو چارو او دماليې وزارتونو او د استخباراتو دلوي رياست ګډ پلاوی د هېواد په ځينو نظامي روغتونونو کې د طبي سامان الاتو له څېړنې وروسته د خوندي کېدو، ترميم او ګټې اخيستنې اړوند تصميم ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *