
د ښاري ښکلا دپروګرامونو په لړ کې پرون په ملک اصغر څلورلارې کې د پامير شرکتونو ډلې په مالي ملاتړ د ښاري ښکلا يو سمبول تر جوړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنيزو چارو دمرستيال مولوي حبيب الرحمن منصور او د ښاري خدمتونو او چاپېريال ساتنې د مرستيال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستيال له هغو سوداګرو، چې تر دې دمه يې د ښاري ښکلا په پروګرامونو کې برخه اخيستې ده، مننه وکړه او ويې ويل، چې د داسې پروګرامونو په پلي کېدو سره به د ښار په بڼه کې غوره بدلون راشي.د نوموړي په وينا کابل ښاروالي د ښاري ښکلا لپاره نوي پلانونه تر لاس لاندې لري، چې يو په بل پسې به پلي شي. د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد وويل ،چې د ډيزاين له مخې د ملک اصغر څلورلارې د ښکلا چارې د خصوصي سکتور په مالي مرسته د ۲ ميليونه افغانيو په ارزښت په ۶مياشتو کې بشپړې شوې دي. د يادونې وړ ده، چې په څو پوړونو کې د يوه سمبول جوړول، د اوبو فوارې، زرغونه سيمه، د نيالګيو او زينتي بوټو کېنول، د څراغونو نصب او د کټارو رنګول د يادې څلورلارې د ښکلا په چارو کې شامل دي، چې ورسره به د ښار په دې مرکزي برخه کې ښاري ښکلا لا ډېره شي.