
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: له روسيې سره د تېلو د تړون له مخې، د هېواد په بازارونو کې د تېلو بيه راټيته شوې او په وينا يې هڅې روانې دي چې د سون او خوراکي نورو توکو بيې هم راټيټې شي.په وروستيو ورځو کې لېدل کېدي چې د تېلو په ټانکونو کې د تېلو بيه تر پنځو افغانيو راټيټه شوې ده.د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند وايي: (( موږ په دې هڅه کې يو چې له دې هم بيې راټيټې شي انشاء الله، لکه څرنګه، چې تاسو وينئ، په بازارونو کې د ګازو، تېلو او غنمو بيې راټيټې شوې دي.)) يو شمېر موټر چلوونکي سره له دې ،چې د تېلو بيې د رالوېدو له امله خوشحاله دي، خو بيا هم له اړوندو مسئولينو غواړي ،چې دغه بيه نوره هم راټيټه کړي.په کابل کې ټکسی چلوونکي فخرالدين وايي: (( د تېرو اوونيو او مياشتو په پرتله د خدای په فضل سره د تېلو بيه راټيټه شوې ده. اوس کولای شو د کور لګښت پوره کړو.))يو بل ټکسي چلوونکي شريف وايي: (( پر بيو دې کنټرول ولري، ځکه په يوه ټانک کې يوه بيه وي، په بل کې بله بيه وي. يو جدي کنټرول دې وي، چې په ټولو کې يو شان بيه وي.))د يو شمېر تېل پلورونکو په وينا، په دې ورځو کې د هر لېټر پټرولو بيه له ۷۰ افغانيو ۶۵ افغانيو او د هر لېټر ډېزلو بيه له ۸۰ افغانيو ۷۵ افغانيو ته راټيټه شوې ده.تېل پلورونکي خدا وايي: ((اوس هم خوښ يو، خو که پنځوسو ته راښکته شي، ډېره به ښه وي.))د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه هم موده مخکې له روسيې د تېلو د واردولو په موخه له مسکو سره يو تړون لاسليک کړ او د دې تړون له مخې به ۲ مېليونه ټنه تېل هېواد ته راوړل شي.