
د کابل ښار اوسېدونکی سيد نواب سادات ،چې په ښار کې ټکسي چلوي وايي: د تېلو بيې لوړې دي او کاروبار ورته ګټه نهکوي.هغه له اسلامي امارت غواړي چې د تېلو او ګازو بيې کنترول کړي.((له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده، چې بيې راښکته کړي، خلک بېوزله دي، ټکسي نه شي نيولای او که په کمو پيسو موږ ورسره ځو، بيا موږ ته ګټه نه کوي.))د کابل ښار بل اوسېدونکی زمري بيا وايي، چې اسلامي امارت بايد په اړوند جدي اقدام وکړي او له بازار څخه د مافيا لاسونه لنډ کړي:(( که نورې بيې نه شي راټيټولای، خپله امارت دې تېل وارد کړي او د مافيا له لاسه يې دې واخلي.))د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خانجان الکوزي بيا وايي: که له روسيې څخه د شوی تړون له مخې نفتي توکي راورسېږي، د هېواد په بازارونو کې به بيې نورې هم راټيټې شي:
(( دوه مياشتې کېږي، چې نرخونه په نړيواله کچه يو ډول دي، د بېلګې په توګه يو بېرل تېل په ۹۰ يا ۸۹ يا ۸۸ ډالرو دي او له هغه سره سم موږ دلته د مارکېټونو د تنظيم رياست هم لرو ،چې بيې کنټرولوي، هيلهمند يو چې په راتلونکې کې هم کومه ستونزه پيدا نه شي.))په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د تېلو بيې د دوی تر کنترول لاندې دي.د دغه وزارت وياند عبدالسلام جواد وايي:(( موږ هيلهمند يو چې په راتلونکو اوونيو کې بيې نورې هم راټيټې شي، غواړو چې له نړيوالو بازارنو سره زموږ بيې برابرې وي. د غنمو، ګازو او تېلو کوم قراردادونه مو، چې له روسيې سره کړي، هغه هم را روان دي.))د اقتصادي چارو کارپوه محب شريف بيا وړانديز کوي، چې د بازار څارنې ترڅنګ بايد اسلامي امارت تصدۍ رامنځ ته کړي:(( اوس چې په نړۍ کې بيې راټيټې شوې او نږدې د عادي کېدو خواته روانې دي، په افغانستان کې د تېلو بيې لاهم لوړې دي، زه فکر کوم د حکومت څارنه کمه شوې او هغه د تېلو مافيا په خپل سر بيې ټاکي.))دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د روسيې صدراعظم مرستيال الکساندر نوواک ټاس خبري اژانس ته ويلي وو ،چې روسيه کولای شي د اوږدې مودې لپاره د منځنۍ آسيا او يا ايران له لارې افغانستان او پاکستان ته ګاز صادر کړي.