افغانستانخبرونه

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی دا لومړی ځل دی چې کابل ښاروالۍ خپله ټوله بودجه له داخلی عوايدو جوړوي

د هیواد ورځپاڼې ځانګړی راپور

د اسلامي امارت په راتګ سره په ټولو برخو کې د پام وړ بدلونونه منځ ته راغلي دي، د هغو له جملې څخه د کابل ښاروالۍ فعاليتونه د ستايلو وړ دي، چې په ډېره کمه موده کې يې په لږو امکاناتو ډېر خدمتونه تر سره کړي دي. په دې هکله زموږ خبريال د کابل ښاروالۍ له وياند ښاغلي نعمت الله بارکزي سره مرکه کړي. چې دادی خپرېږي.
پوښتنه: په تېر يوه کال کې مو په کومو برخو کې د پام وړ فعاليتونه تر سره کړي دي؟
ځواب: د ۱۴۰۱ کال په لومړيو کې په مطبوعاتي کنفرانس کې مونږ د کابل ښاروالۍ ټول پلانونه په ډاګه کړي وو، چې په هغو کې لومړی مشخص د بود يجې پلان ؤ، ورپسې د ۱۸۱ پروژو پلان ؤ، چې د هغو له جملې څخه ځيني بشپړې شوي دي، په ځينو کار روان دیاو څه نورې اوس افتتاح شوې دي، په دې کې ځينې داسې پروژې هم شته، چې په يوه کال کې نه بشپړيږي يعنې د هغو بشپړول له يو کال څخه زيات وخت اخلي. په يادو پروژو کې د څلور لارو معياري جوړول، د سرکونو جوړول او دې ته ورته نورې پروژې شاملې وي.
دا لومړی وار دی، چې کابل ښاروالۍ خپله ټوله بوديجه له خپلو داخلي عوايدو جوړوي، په دې کې له موږ سره نه د ماليې وزارت او نه بل کوم ډونر مرسته کړې ده.
پوښتنه: ژمی عموماً بارانونه او واورې زياتې وي او په تېرو کلونو کې به خلک د ويالو د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ وو، سږ کال مو د کانالیزاسيون په برخه کې څه کړي؟ ايا د ويالو دنه بندېدلو لپاره کومه خاصه طرحه لرئ، اوتر اوسه مو څه کړي؟
ځواب: دا واضح خبره ده، چې په ژمي کې واورې او بارانونه زيات وي. د کابل ښار کانالیزاسيون نه لري او د کانالیزاسيون جوړول د کانالیزاسيون رياست کار دی، چې هغه ځان ته رياست دی او له کابل ښاروالۍ سره کوم تعلق نه لري، خو موږ ورسره په دې برخو کې همکاري لرو او د دې لپاره موږ د کانالونو د پاکوالي په نامه يو مشخص آمريت جوړ کړی دی او د دغه آمريت وظيفه همدا ده، چې کانالونه، سړکونه او همدارنګه لښتي د ټول کال په جريان کې پاک کړي.
بله خوا کانالیزاسيون هم د دې لپاره ډيزاينونه بشپړ کړي او د تطبيق کولو لپاره بوديجې ته منتظر دي.
پوښتنه: تر اوسه مو څومره غرفې جوړې کړي، د آينده لپاره د څومره نورو غرفو جوړولو پلان لرئ او څومره کرايه مو پرې ټاکلې؟
ځواب: تقريباً يو کال کېږي هغه کسان چې لاسي کراچۍ يې درلودې د هغوی لپاره موږ ډيزان ورکړ، تر څو په همغه شکل ځان برابر کړي او تر اوسه پورې چې موږ څو غرفې جوړې کړي دقيقه شمېره يې معلومه نه ده چې څومربه وي، خو شپږ مياشتې کېږي چې غرفې مو بندې کړي او چاته اجازه نشته، چې نوې غرفې جوړې کړي.
غرفې موقتي دي دايمي شغل نه شي کېدای او د غرفو کرايه په مختلفو ځايونو کې فرق کوي، چې لوړه بيه يې په ځينو ساحو کې في متر ۶۰ افغانۍ د ورځې راځي، په نورو زياتو ساحو کې د ورځې في متر لس يا دولس افغانۍ کرايه ده، چې د مياشتې په آخر کې موږ ته سپارل کېږي.
پوښتنه: بل طرف ته ځينې ښاريان شکايت کوي، چې ښاروالۍ په پياده روونو کې غرفې جوړې کړي، چې لارې يې تنګې کړي، ازدحام يې جوړ کړي او خلک مجبور دي چې پر عمومي سړکونو تګ راتګ وکړي، له همدې امله رش هم ډېر وي. ايا د دغو غرفو جوړول قانوني مشروعيت لري؟
ځواب: غرفې خو.عموماً موږ په هغو ځايونو کې جوړې کړي دي، چې پياده رو ته مزاحمت ونه کړي ، سړکونه له ګڼې ګوڼې خوندې وساتل شي او. دوی ته مو د يو لاين اجازه ورکړي ده. موږ مخکې يادونه وکړه، چې غرفې ددايمې وخت لپاره نه دي بلکي د موقت وخت لپاره دي، نو هرکله چې د کابل ښاروالۍ وغواړي، په دغو ساحو کې يوه پروژه رامنځ ته کړي، وظيفه لري چې له دغې سيمې څخه خپلې غرفې ټولې کړي او د غرفو له خاوندانو سره کوم دايمې قراداد نه لري.
پوښتنه: د اسلامي امارت له راتګ سره د کابل ښاروالۍ فعاليتونه خورا چټک شوي او کابل ښاريان عموماً ډېر خوښ بريښي، که په دې اړه لږ وضاحت راکړئ، چې تر اوسه مو په کابل ښار کې څومره څلورلارې په معياري بڼه جوړې کړې دي، پر څومره څلور لارو کار روان دی او د څومره نورو د جوړولو پلان لرئ؟ همداراز؛ په کومو ځايونو کې مو سړکونه جوړ کړي؟
ځواب: د څلورلارو په جوړولو کې دوه موارد موجود دي، يو دا چې ځينې څلور لارې له هندسي لحاظه مشکلات لري، چې هغه څلور لارې يا کوچني کوو، يا يې شکل ته تغير ورکوو او يا يې بېخې له منځه وړو لکه د کارته مامورينو څلور لارې، چې خپله د ګڼې ګوڼې سبب ګرځېدلې وه، له دې کار څخه وروسته په دويمه برخه کې د څلور لارو پر ښايست کار کوو او هلته ځينې تاريخي او اسلامي زير بناوې او مهندسي شکلونه جوړوو.
په اول سر کې موږ ۱۵ څلور لارې به نظر کې نيولې وې چې هغه بشپړې شوې دي.
په راتلونکي پسرلي کې د ځينو ګلونو کوچنيو باغونو او څلور لارو جوړول په پلان کې لرو. د اسلامي امارت په راتګ سره موږ په لس هاوو سرکونه.جوړکړي دي چې د هغو له جملې څخه د قلعه زمان خان پاتې سړک، د وزير اکبر خان او هواي ډګر سړک، د کارته نو سړک او داسې ډېر نور سړکونه دي.
پوښتنه: کابل ښاريان له غږيزې ککړتيا شکايت کوي، په دې اړه مو څه اقدام کړی؟
ځواب: په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ ډېر فعاليت کړی دی، که چيرې يو څوک بيا هم هڅه وکړي چې غږيزه ککړتيا رامنځ ته کړي، نو کابل ښاروالۍ ورسره خپل برخورد کوي، تر اوسه پورې موږ په زرهاوو لاوډ سپيکرونه ضبط کړي دي او هېچاته اجازه نه ورکوو چې په کابل ښار کې غږيزه ککړتيا رامنځته کړي، خو په دې برخه کې فرهنګي کار ته هم زيات ضرورت شته، تر څو د دوي دا فکر ختم کړي،چې که لاوډ سپيکر ونه لرو، نو زموږ.سودا په سم ډول نه خرڅيږي
پوښتنه: د کابل ښار په ځينو سيمو کې بې انډوله قيمتي ده او ښاريان ګيله من دي، چې د ښاروالۍ د نرخونو کنټرول ته چندان توجه نه کوي، نو هر څوک په خپل زړه نرخونه ټاکي او همداراز ډوډۍ پلورنځيو کې هم د ډوډۍ وزن توپير لري ، که راته وواياست، په دې اړه مو څومره کار کړئ او کابل ښاريانو ته څه ځواب لرئ؟
ځواب: د نرخونو د کنټرول په برخو کې کابل ښاروالۍ د ټولو توکو نرخونه نه کنټرولوي يواځې د اوليه توکو نرخونه کنټرولوي، چې په اوليه توکو کېتقريباً ۳۰ قلمه توکي شاملدي لکه اوړه، لوبيا، وريجې، نخود او داسې نور، د دغو موادو نرخونه همېشه موږ تعقيبوو او هره اوونۍ نرخنامه نوې کوو، چاته اجازه نه ورکوو، چې توکي په لوړ قېمت وپلوري او مشکلات رامنځ ته کړي.
پوښتنه: د کابل ښار هوا کارخانو او په خاص ډول په ژمي کې د ډبرو سکرو استعمال ډېره ککړه کړې ده، ايا په دې برخه کې مو څه تر سره کړي دي؟
ځواب: کابل ښاروالۍ د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره لازمې هڅې کړي او لا دوام لري، په دې کې د بلند منزلونو، حمامونو او صنعتي پارکونو موضوعات شامل دي، اوس موږ په کابل ښار کې ۳۴ ګچ پزې کُرې لرو، چې ټولې يې فلترونه لري، همداراز له تيرو څلورو مياشتو راهيسې مو د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې بلند منزلونه سروي کړي دي، چې په دې کې هغه بلند منزلونه چې فلتر لري خپل فلتر به فعال ساتي او هغه چې فلترونه نه لري هغه حق د فعاليت نه لري او هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې د کابل ښار هوا ککړه کړي.
حسن خان اتل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *