
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسئولين وايي: د اسلامي امارت له مهمو پلانونو او لومړيتوبونو څخه د ټولو ادارو مسلکي کول دي. اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله، د کابل ښاروالۍ د بستونو الکټرونيکي ازموينې پرانيست غونډې ته وويل: اسلامي امارت ژمن دی، چې کار اهل کار ته وسپاري.
نوموړي دغه راز زياته کړه: کوم بستونه چې د کابل ښاروالۍ له خوا اعلان شوي له شارټ لېست شويو کانديدانو څخه به په الکټرونيکي ډول ازموينه اخيستل کېږي او له هر ډول درغليو به پاک وي.
(( د خيانت او درغليو يو مثال به هم په دې ازموينه کې نه وي. موږ ژمنه کوو، چې که چېرې له تاسو سره يو چا په غلطۍ کې هم خيانت وکړ، موږ به يې د حساب ميز ته راکش کړو. ازموينه په شفاف ډول په دې خاطر اخيستل کېږي چې اهل کسان معلوم شي او مسئوليت ورته وسپارل شي.))
په ورته مهال د کابل ښاري خدمتونو مرستيال مولوي خالد سجساني يادې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل: کابل ښاروالي ازادو سياليو ته ۱۶۷ بستونه اعلان کړي، چې ۱۴ زره ۸۲۶ کسان ورته کانديد شوي ،چې له دې جملې ۱۲ زره ۶۳۹ کسانو د انلاين فورم او پاتې نور يې د ايميل له لارې غوره شوي چې يوازې ۲زره ۸۸۴ کسان يادو بستونو ته شارټ لېست شوي چې نن به يې د لومړۍ دورې ازموينه واخيستل شي.
(( د ثبت شويو شکايتونو شمېر ۳۰۹ دي، چې ۱۶ شکايتونه ارزول شوي دي. له شارټ لېست شويو کسانو څخه به د ورځې دوه دورې ازموينه واخيستل شي او دغه راز نن به ۶ بستونو ته چې څلورم او پنځم بستونه دي، ۱۱۱ کانديدان ازموينه ورکړي. دا پروسه په بشپړ ډول شفافه ده او که کوم شکايت موجود وي، رسېدنه به ورته وشي.))
له دې سره جوخت هغه کسان ،چې د ښاروالۍ بستونو ته شارټ لېست شوي، وايي خوښ دي چې ازموينو ته شارټ لېست شوي دي او تمه لري ،چې په دې ازموينه کې له پوره شفافيت څخه کار واخيستل شي.
يو کانديد چې اجمل معصومي نومېږي، وايي: (( دا ازموينه ډېره شفافه ده او موږ ډېر خوښ يو. زه مخکې شارټ لېست شوي نه وم، خو د شکاياتو رياست لخوا زما د اسنادونو له ارزيابي کېدو وروسته د دوهم ځل لپاره دې پروسې ته شارټ لېست شوم.))بي بي امينه هم يو له هغو کانديدانو څخه ده، چې د کابل ښاروالۍ بستونو ته شارټ لېست شوې.هغه وايي: خوښه ده ،چې ازموينه ترې په شفاف او الکترونيک ډول اخيستل کېږي.
(( زما په نظر په هره ټولنه کې بايد ښځو ته تر ۷۰ سلنه پورې ونډه ورکړل شي.))د يادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ له لوري ياد بستونه په داسې حال کې ازادو سياليو ته وړاندې کېږي چې په هېواد کې ډيري ځوانان له بې کارۍ سر ټکوي.دوي له اسلامي امارت څخه غواړي چې ځوانانو ته په دولتي او غير دولتي ادارو کې د کار زمينه برابره کړي.