
د کابل ښاروالۍ مسئولينو ويلي، چې د روان کال په پيل کې مو ۱۸۱ بېلابېلې پروژې درلودې، چې ډېره برخه يي بشپړه شوې ده.کابل ښاروالۍ څرګنده کړې؛ اوس په کابل ښارکې د نږدې څلوېښت بېلابېلو پروژو کارونه روان دی، چې د کال ترپايه به يي چارې د ياد بنسټ پر مالي لګښت بشپړې شي.د ښاروالۍ د مسئولينو د څرګندونو له مخې: په دې پروژو کې د پليو لارو، سنګ فرشونه، څلور لارو، کانالونو جوړولو او پاکولو ترڅنګ د يو شمېرنورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو پروژو کارونه شامل دي.د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزي وايي: موږ د کال په پيل کې د کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کې ۱۸۱ پروژې پيل کړي وې، چې ډېرې يې تر اوسه بشپړې شوي او د نږدې ۴۰ هغو کارونه چټک روان دې او د همدې کال تر پايه به بشپړ او ګټې اخستني ته وړاندې شي.د خصوصي سکتورځيني غړي، چي په هېواد کې د ساختماني توکو پر توليدي چارو يې پانګونه کړي هم له کابل ښاروالۍ غواړي، چې په خپلو ساختماني پروژو کې له کورنيو توليداتو استفاده زياته کړي، چې د کورنيو توليدوونکيو توليد شويو توکو ته هم د بازار موندني زمينه برابره شي.د خصوصي سکتور غړي عبدالنصير رشتيا وايي: موږ د کابل ښاروالۍ په ځانګړي توګه د ټول اسلامي امارت له مسئولينو، چې په هېواد کې يې ساختماني پروژې پيل کړی غواړو، چې زموږ توليدي توکي وکاروي، چې دا به ورسره په بازارموندنه کې پوره مرسته وکړي.د اقتصادي چارو شنونکي هم د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د ساختماني پروژو له پيلېدو سره کولی شي په ملي کچه هم د بي کارۍ کچه راټيټه کړي او هم به کورنيو ساختماني توليداتو لپاره د کار زمينه برابره شي.