
د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره د ۴ نويو لابراتوارونو د فعالولو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره همدارنګه ويلي، چې د کرنې پوهنځي ۸ څانګې لري، چې تر دې مهاله د محصلينو د عملي کار لپاره ۴ فعال لابراتوارونو شتون درلود، چې د پوهنځي د علمي شورا د پرېکړې له مخې له شته امکاناتو څخه د استفادې لپاره يوه کميټه وټاکل شوه، تر څو ټول فعال لابراتوارونه وڅېړي او له اضافي وسايلو څخه يې نوي لابراتوارونه جوړ کړي ، تر څو د محصلينو او استادانو د څېړنو لپاره اماده شي. خبرپاڼه زياتوي، چې د يادې شوې کمېټې له ارزونې وروسته د موجوده فعالو لابراتوارونو اضافي وسايل، چې له ډېرو کلونو راهيسې نه وو کارول شوي په نښه شول او د خاورې پوهنې، ځنګلدارۍ او طبيعي زېرمو، هارټيکلچر او بايو ټکنالوژۍ څانګو غير فعال لابراتوارونو ته ولېږدول شول.د لوړو زده کړو وزارت همدارنګه ويلي، چې په دې سره د کرنې پوهنځۍ ټولې څانګې په لابراتوارونو سمبالې شوي