افغانستانخبرونه

د کابل-ميدان‌ وردګو پر لاره د ملي بسونو تګ‌ راتګ پيل شو

د ميدان‌وردګو سيمه ييز مسئولين وايي ،چې له کلونو ځنډ وروسته يوځل بيا د کابل-ميدان‌وردګو پر لويه لاره د ملي بس ټرانسپورټ فعال شو.د ياد ولايت مرستيال مولوي سيدالرحمن حافظ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د ميدان‌وردګو ولايت مقام د ولسونو په غوښتنه د کابل-ميدان‌وردګو پر لويه لاره د ملي بسونو د تګ‌راتګ ټرانسپورټ بېرته پرانېستلي دي.ده زياته کړه، چې اوس پر دغې لويه لاره شپږ ملي بسونه تګ‌راتګ کوي او نږدې ورځو کې به د ترانسپورت وزارت له لوري څلور نور ملي بسونه هم د ميدان‌وردګو ترانسپورټ آمريت سره مرسته وکړي.د نوموړي په وينا: د ياد ترانسپورټ په فعاليدو سره به د ولسونو ډېرې ستونزې هوارې شي او په خوندي توګه به پلازمېنې کابل ته تګ‌راتګ کوي.د ميدان‌وردګو اوسېدونکي هم خوښ دي ، چې د ترانسپورټ ادارې له لوري د کابل-ميدان‌وردګو ملي بس ترانسپورت بيا فعال شوی،خو دوی ټينګار کوي چې ياد ملي بسونه دې په دوامداره توګه فعاليت وکړي او له سپرليو څخه يې د لېږد رالېږد پر مهال مناسبه کرايه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *