افغانستانخبرونه

د کابل مرافعه محکمې يوه مياشت کې ۱۴۷ دوسيې حل کړي

د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په يوه مياشت کې ۱۴۷ دوسيې حل او فصل کړې دي.د جزا دېوان ته په يوه مياشت کې ۵۰ دوسيې واردې شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې، چې له دې جملې څخه ۱۶ دوسيې فيصله شوې، د څلورو دوسيو په تړاو قضايي قرارونه صادر شوي، دوه دوسيې مکتوبي مستردې شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي. د عامه امنيت دېوان ته په يوه مياشت کې ۳۴ دوسيې واردې شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې،  له دې جملې څخه ۱۳ دوسيې فيصله شوي، د ۱۸ دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، دوه دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.د نظامي منسوبينو دېوان ته په يوه مياشت کې ۱۱ دوسيې واردې شوي،. له دې جملې څخه اووه دوسيې فيصله شوي، د شپږو دوسيو په تړاو قضايي قرارونه صادر شوي، درې دوسيې مکتوبي مستردې شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دی.دېوان ته په يوه مياشت کې ۴۴ دوسيې واردې شوې، چې له دې جملې څخه د ۳۵ دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، اووه دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي. همداراز د دې محکمې مدني تجارتي دېوان ته په يوه مياشت کې ۵۵ دوسيې واردې شوې، چې له دې جملې څخه درې دوسيې فيصله شوې، د ۲۴ دوسيو په تړاو قضايي قرارونه صادر شوي، اووه دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *