افغانستانخبرونه

 د کابل – جلال آباد د دوهم سړک د جوړولو پروژه تائيد شوه

د اقتصادي کمېسيون په نوبتي غونډه کې چې پرون  په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه،

‏ د حق‌العبور په بدل کې د جلال آباد د دوهم سړک د جوړولو پر پروژې، د مازادو او خوراکي غنمو د پېرلو پر تګلارو، د کابل ولايت په ختيځه سيمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلکس پر جوړولو او پر يوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

‏په غونډه کې چې د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، له هراړخيز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د ټول پلازا، حق‌العبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دوهم سړک د جوړولو پروژه منظوره ده. په همدې موخه د ټولګټو وزارت ته لارښوونه وشوه. ‏ څو دغه پروژه د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري او د سړک جوړونې د ټولو معيارونو په نظر کې نيولو سره وړ شرکت انتخاب کړي. همدا راز ياد وزارت ته هدايت وشو ،چې د حق العبور په بدل کې د سالنګ لويې لارې لپاره جوړ شوي طرزالعمل دې پر دغې پروژه هم تطبيق کړي.

‏په غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د مازادو غنمو او د امارتي مرکزي سيلو شرکت له لوري د خوراکي غنمو د پېرلو په اړه پر جوړو شويو تګلارو بحث وشو. له هراړخيز بحث وروسته د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې له لوري د راغلو تعديلاتو په نظر کې نيولو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وړاندې شوې تګلاره تائيد او د منظورۍ لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر ته راجع شوه. د دغې تګلارې له مخې به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ په موخه د غنمو د حاصلاتو په موسم کې په مناسبه بيه غنم پېري او د اړتيا پر مهال به يې د بيو د کنټرول او احتکار د مخنيوي په موخه بازار ته وړاندې کوي. د اقتصادي کمېسيون په ياده نوبتي غونډه کې د کابل ولايت په ختيځه سيمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلکس جوړولو طرحه هم منظوره شوه.د دغې طرحې پر اساس به خصوصي سکټور د لسو کلونو لپاره د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پانګونه کوي، چې د لومړيو دوو کلونو پر مهال به ۵۱ سلنه او له درېيم تر لسم کال پورې به ۹۰ سلنه عوايد د دولت خزانې ته جمع کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *