
د کابل او بادغيس ولايتونو د تخنيکي پلاوو غونډې د ټاکل شوي پلاوي د رئيسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او په دغو ولايتونو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره شول.د بادغيس ولايت د تخنيکي پلاوي په غونډه د مقر ولسوالۍ د محمدزيو او ترکي قومونو موضوع بررسي شوه او دغې ولسوالۍ ته د دواړو لوريو له خوا د يو بل د ملکيتونو د ويجاړولو او له تجاوزه د ډډې کولو په اړه ليک واستول شو.دغه راز په دې غونډه کې، د يو شخص او ښاروالۍ موضوع بررسي شوه او له نوموړي شخص او د هغه له وکيل څخه سندونه او مدارک هم وغوښتل شول.
ټاکل شوي پلاوي يو شخص چې د پستې په ځنګل کې د بند نهر آب په سياه سنګ ساحه کې ۱۰ جريبه ځمکه ويجاړه کړې وه، احضار کړ او له هغه يې سندونه وغوښتل. ياد شخص سندونه نه درلودل او د دغې ځمکې پر عامه توب يې اعتراف وکړ او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې پر ياده ځمکه مالکانه تصرف نه کوي.په دغې غونډه کې، يو شمېر اشخاص د بادغيس ولايت له بېلابېلو ولسواليو هم جلب شول،چې راتلونکې غونډې ته حاضر شي.په همدې حال کې، د کابل ولايت د تخنيکي پلاوي په غونډه کې، د راتلونکي هجري لمريز کال لپاره تفصيلي پلان جوړ شو او د تېرې يوې اوونۍ اجراءات بررسي او پايله يې ونيول شوه او مرکزي کمېسيون ته د استولو لپاره دوه راپورونه جوړ کړل.په دې غونډه کې، د سندونو او دوسيو د بررسۍ په منظور يو ټيم جوړ شو او د کاري روند پر چټکتيا ټينګار وشو.دغه راز په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه ،چې د ځمکو ادارو او محکمې سره د کار چټکتيا په موخه غونډه جوړه شي ترڅو پلاوي ته په وخت معلومات ورکړي.
پر دې سربېره، د ځمکو د غصب مخنيوي قطعې په روانه اوونۍ کې د چهار آسياب ولسوالۍ له زياتو ساحو ليدنه وکړه، او د څا کيندولو چارې يې په بېلابيلو ساحو کې له دې جملې د ګلبدين ښارګوټي کې بندې کړې او ياد اشخاص يې کمېسيون ته واستول چې د هغوی سندونو بررسي شي.
د يوبل خبر له مخې: د غور او بغلان ولايتونو د تخنيکي پلاوو غونډې د منتخب پلاوي د رئيسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د دغو ولايتو له ځينو ساحو ليدنه وشوه.
د غور ولايت د تخنيکي پلاوو په غونډه کې په شنې ساحې او فاميليو سړک کې د يو شخص نمرې بررسي شوې او پرېکړه وشوه، چې يو مسلکي ټيم موظف کړای شي ترڅو ساحه له نږدې وڅاري.
په دغې غونډه کې په سوخته کلي کې د يو مخابراتي آنتن د پايې په تړاو پرېکړه وشوه، چې د دغې ساحې مالکين راتلونکې غونډې ته وغوښتل شي.
ياد پلاوی په سنګر کشف کې د مخابراتي آنتن د ساحې په تړاو ساحې ته ولاړ او د آنتن چارپيره ځمکو يې ليدنه وکړه او هم يې د يادو ځمکو جي پي اس واخيست. ياد شوي پلاوي د دغې ساحې زميندارانو ته وويل، هېڅوک د تثبيت شويو ساحو د تصاحب او غصب حق نه لري. دغه راز ياد پلاوي له زميندارانو د هغوی د ځمکو سندونه او مدارک وغوښتل.په همدې حال کې د بغلان ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي پلاوی د قول حمام نساجي ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې يې د امارتي ځمکو له غصبه مخنيوی وکړ. د يادې ساحې خلکو يو ورځ وړاندې د عريضې په ترڅ کې دغې ساحه کې د افرادو او اشخاصو لخوا د امارتي ځمکو د پېرلو او پلورلو په اړه خبر ورکړی و.ياد شوی پلاوی په ساحه کې د قضيې عاملين احضار کړل او له هغوی يې قانوني سندونه او مدارک وغوښل او هم يې هغوی ته استعلامونه ووېشل.
همدارنګه: د خوست او سرپل ولايتونو د تخنيکي پلاوو غونډې د ټاکل شوي پلاوي د رئيسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم يادو ولايتونو کې له ځينو ساحو ليدنه وشوه.
د خوست ولايت تخنيکي پلاوی د تڼۍ ولسوالۍ اړوند د سيګۍ دښتې له اوسېدونکو او د خوست د مرکز اړوند لکڼو او خرسينو ساحو له اوسېدونکو سره وکتل.دغه راز ياد پلاوي د مستربل ساحې له کوچيانو سره وکتل او د عامه مرعي ځمکو په اړه يې له هغوی سره بحث او خبرې وکړې. دغه راز ياد پلاوي د خوست مرکز اړوند د صحرا باغ له ساحې ليدنه وکړه.په همدې حال کې د سرپل ولايت د تخنيکي پلاوي په غونډه کې د امام جعفر کلي د اوسېدونکو د استعلامونو په اړه ، د نميدان او کلتر کليو د اوسېدونکو د ستونزو هوارول او د سندونو بررسي او د سوزمه قلعه او سنګ توده کلي د اوسېدونکو د سندونو بررسۍ، په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نميدان او کلتر کليو د اوسېدونکو تر دعوا لاندې ساحې د عامه څړځای ځمکې دي او د ټولو منطقو مالداران په دغې ساحه کې، کولای شي له يادې ساحې د څړځای په حيث کار واخلي او هېڅوک د مزاحمت او د مالکيت د ادعا حق نه لري.
د سوزمه قلعه ولسوالۍ او د سنګ توده کلي اوسېدونکو ته د شنبې تر ورځې وخت ورکړل شو ترڅو خپل سندونه او مدارک منتخب پلاوي ته وسپاري.
دغه راز تخنيکي پلاوی په دوو ګروپونو ووېشل شو او لومړی ګروپ چشمه شيرين کلي تر دعوا لاندې ځمکو د کروکي اخيستلو په موخه دغه کلي ته ولاړ او دوهم ګروپ پشت قره ساحې ته د دريو قطعو ځمکو د سکيچ په موخه دغې ساحې ته ولاړ. په ټوله کې د تخنيکي پلاوي دوو ګروپونو ۴ قطعې ځمکې کروکي او سکيچ کړي.