
وروسته له هغه چې د اسلامي امارت کابينې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني وځنډولې، يو شمېر ديني عالمانو خلکو ته ډاډ ورکړی،چې اسلامي امارت د نجونو لپاره د زده کړو د خوندي چاپېريال او وړ نصاب په رامنځته کولو جدي کار کوي او ژر به د نجونو زده کړې بېرته پيل شي. ديني عالم مفتي اخترمحمد عثماني له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او ډاډ ورکوي، چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې زده کړې به د افغانانو د پرمختګ او سرلوړۍ سبب شي: ((د هغو مېرمنو چې له زده کړو سره مينه لري او د هغو خويندو لپاره چې د زده کړو هڅه کوي، موږ به اسلامي امارته وايو او له ولس سره همکاري کوو، چې د خويندو لپاره داسې د زده کړو چاپېريال ژر رامنځته کړي، چې نه يې آبرو او عزت په اړه له چا سره اندېښنه وي او هم زده کړې وکړي،چې دا به د ټول ملت لپاره کاميابي وي. )) په همدې حال کې بل ديني عالم مولوي عبدالرحيم راشد هم ويلي، چې په علم کې دنيوي او اخروي کاميابي ده او وايي چې له دې وړاندې يې هم له مسئولينو سره خبرې کړې او اوس هم چې له کومو مسئولينو سره اړيکې لري، هغوی ته يې د ولس غږ رسولی دی: (( دا يو حتمي کار دی او اسلامي امارت هم دې ته جدي پام کړی، ځکه د نصاب لپاره يې جلا کمېټه ټاکلې ده، همدارنګه د نورو ستونزو د حل لپاره يې هم د لوړپوړو کسانو او د کابينې له غړو کمېټه جوړه کړې ،چې په يوه خوندي چاپېريال کې نجونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.))
په ورته وخت کې بل ديني عالم مفتي حمدالله صميم وايي، ديني عالمان هم بايد په اسلامي امارت هم د ولس پر ځای او له اسلامي او ملي ارښتونو سره برابرې غوښتنې او وړانديزونه ومنلې،تر څو د نجونو د زده کړو بهير ژر پيل کړي او هم بايد ولس ته د صبر قناعت ورکړي.مفتي صميم وايي: د علماوو شوراګانې بايد د ولس دا غوښتنه د اسلامي امارت تر مشرتابه پورې ورسوي او بايد د دوی ټينګار د دې سبب شي،چې مشرتابه په دې اړه جدي او ژر تصميم ونيسي: (( بله خبره دا ده ،چې علماء کرام بايد ولس ته هم قناعت ورکړي، ځينې کړۍ غواړي چې د ولس او امارت ترمنځ فاصله زياته کړي او بهرنيان هم هڅه کوي، چې ولس پر امارت بې باوره کړي، نو علماء په دې کې هم ښه رول لوبولای شي ،چې ولس ته قناعت ورکړي چې حاکم نظام کومه پرېکړه کوي، په کار ده چې درناوی يې وکړو.))