افغانستانخبرونه

د ښاري اوبو د مديريت دسيمه ييز مرکز د حکامو شورا 13مه غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين انجنير مجيب الرحمن عمر آخندزاده وړمه ورځ د ښاري اوبو د مديريت سيمه ييز مرکز د حکامو شورا په ديارلسمه ناسته کې چې په تهران کې جوړه شوې وه، په مجازي بڼه ګډون وکړ. د ښاري اوبو د مديريت سيمه ييز مرکز هغه سازمان دی، چې د ملګرو ملتونو دعلمي او فرهنګي سازمان(يونسکو) تر چتر لاندې د سيمې د ۱۹ هېوادونو او شاوخوا ۱۰ نړيوالو سازمانونو په غړيتوب د اوبو سکتور اړوند د ظرفيت جوړونې، د تجاربو شريکول، د علمي تحقيقاتو او د اوبو په برخه کې د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا په برخه کې فعاليت کوي.په دې غونډه کې د اوبو معين په خپله وينا کې د افغانستان د اوبو دسرچينو پر وضعيت، د اوبو پر سرچينو د اقليمي بدلونونو دناوړه اغيزو، په کابل او نورو لويو ښارونو کې د څښاک اوبو رسونې پر ستونزو او حل لارو او د ښاري اوبو دمديريت په برخه کې د سيمې دهېوادونو تر منځ د همکاريو پر پراختيا بحث وکړ. غونډه د افغانستان په وخت د سهار ۱۰ بجې پيل او د ماسپښين تر يوې نيمې بجې يې دوام درلود، چې پکې د حکامو شورا د غړو هېوادونو د استازو پر ويناوو سربېره د مرکز اړوند تېر فعاليتونه او راتلونکې پلانونه وارزول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *