
اسلامي امارت د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د هيواد په ختيځو برخو کې څه باندې ۱۰۰ امنيتي پوستې جوړې کړې دي. دغه پوستې د ملي دفاع د سرپرست وزير په حکم جوړې شوې دي. د پوستو پر جوړولو سربېره، پوستو ته څېرمه د څو سړکونو د جوړولو کار هم پيل شوي دي. يو له دغو سړکونو د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ سلالې سيمه کې دی چې د جوړولو چارې يې روانې دي. ختيځ کې د سرحدي ليوا قوماندان وايي، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په اوږدو کې يې د دې زون په کچه، په درېيو ولايتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سل نوې پوستې جوړې کړې دي او په خبره يې دا لړۍ روانه ده.