
د پکتيا يو شمېر سوداګر وايي: له پاکستان سره د دڼډپټان له لارې د رسمي ترانزېټ چارې دې پيل شي، څو د سوداګريزو توکو لېږد رسمي بڼه ولري.دغه سوداګر وايي، د ډنډپټان لار هم د هغو لارو په لړ کې ده، چې کراچۍ بندر ته نږدې ده او د دوی په وينا د دې لارې له ټرانزيټ سره به سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته شي.د پکتيا دوه تنه سوداګر خالد او ګل مدين وايي: په دې لاره هره ورځ په لسګونو موټر تګ راتګ کوي ، خو رسمي بڼه نه لري او په وينا يې، د ګمرک امکانات هم کم دي، چې له کبله يې ډېری وخت له بېلابېلو ستونزو سره مخ وي.
دوی زياته کړه، د دې لارو په ترانزېټ سره زرګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابريږي:
(( زموږ سره وعدې شوي دي، تراوسه نه دي عملي شوي د ترانزېټ، که څه هم طرحه يې جوړه شوې ده. موږ بيا هم له حکومت غوښتنه کوو چې، د ترانزيت په برخه کې له موږ سره کوښښ وکړي.))
(( د پکتيا خلکو لپاره يې ګټه دا ده، چې زياتو کسانو ته د کار زمينه برابريږي؛ ځکه هغې خوا ته چې زموږ د ډبرو سکاره ځي، يا له هغه طرفه نور واردات راځي، د هغه طرف ته تر ۷۵۰۰ کسان په کې کار کوي، که موږ وغواړو دا مالونه دې خوا خالي او بار کړو دا به زموږ د پکتيا د خلکو لپاره ډېرعوايد لاسته راځي .))
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسئول حسيب ګردېزي هم وايي: سوداګر په سرحدي سيمو کې د ګدامونو د نشت له کبله په ستونزو کې دي او زياتوي، چې که دغه لاره ترانزېټ شي د سوادګرو زياتې ستونزې به هوارې شي:
(( اکثره وخت تجاران د پاکستان نه، چې کوم مالونه واردوي، د زيات وزن له امله چې دېرش ټنه يا څلوېښت ټنه اضافي مال په موټر کې باروي، نو په هغه موټر کې، چې بار وي، هلته يې دروي، ترڅو چې دوی بل موتر پيدا کړي او انتقال يې کړي. که هلته ګدامونه موجود وي، دوی کولای شي په ډېرې اسانۍ سره هلته هغه خپل اضافي مال ګدام کې واچوي.))بل پلو د پکتيا ولايت وياند عبدالقدير احمدي وايي: د ډنډپتان لارې د ترانزېټ چارې به ډېر ژر پيل شي او په خبره يې چې، د سږ کال په مهمو پروژو کې د دې لارې ترانزېټ هم په پلان کې نيول شوي دي:
((انشاءالله موږه به په ډېر کم وخت کې دغه لاره ترانزيټ کړو او ترانزيټ به شي او د پکتيا ولايت کومې پروژې چې پلان لرو، د دغې لارې ترانزيټ هم پکې دي، موږ ټولو تجارانو او خلکو ته ډاډ ورکوو چې دغه لاره به انشاءالله ډېر کم وخت کې ترانزېټ شي.))د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۸۵۸ ميليونو ډالرو په ارزښت مالونه وارد شوي، چې سيمنټ، وريجې او تازه ميوې يې عمده برخه وې، همدا شان په ياده موده کې له افغانستان څخه پاکستان ته هم د ۸۳۳ ميليونو ډالرو په ارزښت مالونه صادر شوي، چې د ډبرو سکاره، هېنجه، مالوچ او تازه ميوو يې لويه برخه جوړوله.