
د افغانستان داسلامي امارت رئيس الوزرا ء الحاج ملامحمدحسن اخند پرون له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چين د نوي سفير ښاغلي جاو شينګ باورليک د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ،چې د بهرنيو چارو وزرات سرپرست مولوي اميرخان متقي هم حضور درلود، ښالي رئيس الوزرا د چين نوي سفير ته ښه راغلاست ووايه. د افغانستان لپاره د چين نوي سفير په افغانستان کې پر خپل نوي ماموريت خوښي وښوده او وې ويل: دا زما لپاره د وياړ ځای دی چې په افغانستان کې د چين د سفير په توګه خپله دنده پيلوم.نوموړي همدارنګه د چين ولسي جمهوريت د مشرتابه نېکې هيلې او سلامونه دافغانستان داسلامي امارت رئيس الوزراء الحاج ملامحمدحسن اخند ته وړاندې کړل.ښاغلي جاو شينګ وويل: چين د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتيا او د پرېکړو استقلاليت ته بشپړ درناوي لري. نوموړي په ټينګار سره وويل، چې چين د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پاليسي نه لري، دغه راز نه غواړي ،چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.ښاغلي جاو شينګ څرګنده کړه، موږ خوشحاله يو ،چې په تېرو دوو کلونو کې د اقتصاد، دامنيت د تامين ترڅنګ له فساد، جرايمو او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې زيات پرمختګونه رامنځته شوي دي. زه به کوښښ وکړم ، چې د سياست، اقتصاد او نورو برخو کې د چين او افغانستان اړيکې او همکارۍ لا پياوړې شي.ورپسې د اسلامي امارت رئيس الوزراء د چين له مشرتابه څخه د سفير په توګه د ښاغلي جاو شينګ د مقررۍ له امله مننه وکړه او هيله يې وښوده ،چې ستاسو معرفي کېدل د دواړو هيوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو لوړې کچې ته پورته کېدل او د نوي څپرکي پيلامه ده.محترم رئيس الوزراء د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې مهمې وبللې اود اشغال له خاتمې وروسته په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اوچين ترمنځ مناسبات او همکارۍ يې په ښه کچه کې يادې کړې او د دوه اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يې د نورو ګامونو د پورته کېدو هيله هم څرګنده کړه.