
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني وړمه ورځ له غرمې وروسته افغانستان لپاره د چين له سفير ژيو چينګ سره تعارفې کتنه کې د هرکلي ترڅنګ د اسلامي امارت له لوري نوموړي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. خليفه خليفه سراج الدين حقاني د چين هيواد له پخواني سفير څخه هم مننه وکړه ،چې په افغانستان کې يې خپل ماموريت په ښه توګه سر ته ورساوه او د چين او افغانستان اړيکې يې په سختو حالاتو کې دوستانه او نږدې وساتلې.حقاني وويل، چين د افغانستان ښه ګاونډی دی او د خپل ښه دريځ په درلودلو سره يې افغانان په خپل ښه نيت باوري کړي دي.نوموړي د چين هيواد د دې پرېکړې د ستاينې ترڅنګ وويل، چې ياد هيواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه ليد لوري درلودلی دی.ورته مهال په دې کتنه کې افغانستان لپاره د چين سفير ژيوچينګ وويل، چې دوست هيواد افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړي او هيله يې وښوده چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې به نورې ښې لاسته راوړنې هم و لري. چينګ زياته کړه، چين او افغانستان دوه ښه ګاونډيان دي او هيواد يې د افغانستان خپلواکي، معتقداتو او کلتور ته احترام لري او د دې هيواد په کورنيو موضوعاتو کې د مداخلې هېڅ اراده نه لري.