افغانستانخبرونه

د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي: سيمه کې مو هېڅ ښوونځی نشته

د روزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: له تېرو دوو لسيزو راهيسې يې سيمه کې هېڅ ښوونځی نشت او ماشومان يې له زده‌کړو محروم پاتې شوې دي.د روزګان ختيځ کې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي رسنيوته ويلي، چې ماشومان يې نالوستي دي او د ښوونځي لوري هم ورمعلوم نه دی.د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي نيوکه کوي، چې د جګړو په پای‌ ته رسېدو او د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه د شاوخوا يو نيم کال په تېرېدو يې لا په هم ولسوالۍ کې ښوونځی نه دی فعاله شوی او ماشومان يې د ښوونې او روزنې نامعلوم برخليک سره مخ دي.دوی د اسلامي امارت له مسئولينو د ښوونځيو فعالولو غوښتنه وکړه.د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي جاوېداحمد وايي: د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دي ،چې همداسې به له زده‌کړو محروم پاتې شي. نوموړی وايي: ((يوه ستونزه چې دلته شته، هغه دلته موجود ده، مکتب نشته، مدرسه نشته ودانۍ يې نشته، موږ د ټولو خدمتونو څخه بې برخې يوو.))۱۱کلن محمدشريف ،چې د چنارتو ولسوالي اوسېدونکی دی، وايي، چې ښوونځي کې درس لوستل يې لوی ارمان دی چې تراوسه نه دی پوره شوی هغه د اسلامي امارت څخه غواړي، چې سيمه کې يې ښوونځي جوړ کړي.نوموړی وايي: (( زه بېسواده لوی شوی يم او تعليم مې نه دی کړی. زه غواړمه ،چې زموږ ماشومانو ټولو ته د تعليم زمينه برابره شي، دلته ښوونځي نشته زموږ کوچنيان به بي‌تعليم لويان شي، بايد زموږ ماشومان بي سواده لويان نه شي، بايد دلته ښوونځي فعاله شي او مدرسه فعاله شي.))د روزګا ولايتي چارواکي هم بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې په برخه کې د چنارتو ولسوالۍ د اوسېدونکو شته ستونزې تاييدوي، خو د حل ژمنه يې کوي.د روزګان د والي مرستيال حاجي حکمت‌الله مزمل وايي: (( موږ خلکو ته ډاډ ورکوو ،چې ستونزې به يې حل شي. له لوړپوړو مسئولينو، سره مو هم دا ستونزې شريکې کړي ، هم په ښوونيز هم د بيارغوني په برخه کې به د يادي ولسوالۍ اوسېدونکو ته پاملرنه کېږي.))د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ګڼو نورو سيمو کې هم زيات شمېر ماشومان زده‌کړو ته لاسرسي نه‌لري او غوښتنې دا دي چې هېواد کې د جګړو په درېدو سره دې ماشومانو ته د زده‌کړو زمينې برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *