
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال قاري محمد يونس راشد هرات د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولانا نعيم الحق حقاني سره په کتنه کې وويل، چې اسلامي امارت په دوامداره توګه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
راشد دغه راز زياته کړه، چې اسلامي امارت د ځوانانو د اساسي ستونزو د حل او دوامداره کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوي ځکه دې برخه کې موقتي کارونه نتيجه نه ورکوي.
په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم احق حقاني هرات د نوموړي د سفر هرکلي وکړ او هيله يې وښوده ،چې په دغه کال کې به د نوموړي په سفر سره د هرات ځوانانو ستونزې تر يوه حده حل شي.