
د خوست د درېيو ولسواليو اوسيدونکو ته د کرنې نړيوال سازمان په همکارۍ او د ( GEF7) موسسې له لوري د ځنګل او څړ ځايونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې د ظرفيت لوړنې په هدف درې ورځنۍ سيمينار ورکول کېږي.
د دې موسسې ولايتي مسئول محمد عارف ګل وايي: د ځنګل او څړ ځايونو د ساتنې او د ځمکې د زيانمنېدو مخنيوي لپاره يې په باک، صبريو او ځاځي ميدان ولسوالو کې نهه شوراګانې هم جوړې کړي دي:(( د ځنګل ساتنې او د څړ ځايونو د ساتنې لپاره کار کوو او د ځنګلونو او د څړ ځايونو په بيارغونه کې کار کوو او د دوی لپاره د بديل معېشت پروژې لرو ،ترڅو چې ځنګلونه او طبيعي منابع له لاسه ور نه کړو او د ژوند تنوع بېرته منځ ته راشي.))ورته مهال د دغه سيمينار دوه تنه ګډونوال شېر محمد او حکمتي خان د ځنګل او څړ ځايونو د ساتنې او بيارغونې لپاره دا ډول پروژې اړينې بولي او زياتوي ،چې دوی د قومي جوړښتونو له لارې هم ځنګلونه او څړ ځايونه ساتي:
(( ځنګل موږ ساتو، تقريباً ۲۵۰۰ کورونه قوم يوو او په دې کې لس، ۱۵ کلي شته، د ځنګل ساتنې لپاره او دا ټول د ځنګل خدمت کوو او په دې ډول يې ساتو.))
((د GEF موسسې په همکارۍ موږ يوه ټولنه جوړه کړې ، چې له دې ساتنه وکړو، ترڅو د څړ ځايونه او ځنګلونه چې، ارزښت لري وساتل شي.))په ورته وخت کې د خوست د صبريو ولسوالۍ د شورا غړي بختور وايي: د ځنګل او څړ ځايونو د ساتنې او بيارغونې لپاره يې د سيمې د ځوانو پر مټ شاوخوا ۱۱ زره نيالګي کېنولي دي:
((کله چې موږ فکر وکړ ،چې دا ځنګل وهو او پر ځای يې نور نيالګي نه کېنوو ،نو حتمي دا ،چې ختمېږي او راتلونکي نسل ته به څه نه وي پاتې. موږ داسې وکړل، چې د هغې پر ځای موږ نوره نيالګي کېنول او ځنګل وهل موږ بند کړل.))د يادونې وړ ده، چې لويه پکتيا د هېواد په کچه د ډېرو او ګڼو ځنګلونو له امله مشهوره ده، خو په وروستيو څو لسيزو کې يې ډېري ځنګلونه وهل شوي؛ دا چې ځينو سيمو کې د قومي جوړښتونو له مخې بېرته ځنګل ساتنې ته پام شوي، نو خلک له حکومته هم د ځنګل او څړ ځايونو ساتنې ته د ځانګړې پام غوشتنه کوي، څو په سيمه کې د طبيعي سرچينو د له منځه تلو مخنيوي شوي وي.