
ږد کابل ښار پر پلاني د غير پلاني سيمو بدلولو په موخه د شپږمې ناحيې اړوند د ۲۲ ګذر په قلعه بختيار سيمه کې د لومړنۍ پروژې چارې پيل شوې.په يادو مراسمو کې د ښاري خدمتونو او چاپېريال ساتنې مرستيال محمد خالد سجستاني وويل، چې کابل ښاروالۍ د ياد پروګرام له لارې غواړي د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د ماسټر پلان پلي کېدو ته زمينه برابره کړي، څو په دې توګه د محرومو سيمو ښاريان هم له غوره ښاري خدمتونو برخمن شي.ورته مهال د ښاري پراختيا او پلان جوړونې مرستيال ډاکتر صدرالدين تاجک بيا په خپلو خبرو کې د ځمکو د بيا پراختيا او تنظيم عمليه يوه داسې کړنلاره ياده کړه، چې د ځمکې د شکل اصلاح کولو په موخه ترسره کېږي او دا پروژه زيربناوې او عامه ښاري تاسيسات د مالکانو په ګډون د ځمکې د بيا تنظيم تر عمليې لاندې نيسي او په پايله کې يې له ځمکې غوره ګټې اخيستنې ته زمينه برابرېږي.په همدې حال کې د ځمکو د بيا پراختيا او تنظيم رئيس مهندس حسيب الله خالد وويل ،چې دا د ځمکې د بيا پراختيا او تنظيم لومړۍ پروژه ده، چې د شپږمې ناحيې د ۲۲ ګذر ۹۰ جريبه ځمکه او ټولټال ۱۳۶ جايدادونه په بر کې نيسي.د يادې سيمې په پرمختيايي پلان کې د ښوونځي، جوماتونو، تفريحي پارک او وړکتون جوړول هم شامل دي او د سړکونو په جوړېدو سره به يې د جايدادونو ارزښت لوړ شي او مالکانو ته يې له اصولو سره برابر د مالکيت سند هم ورکول کېږي.