
د پکتيکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست ويلي، چې د دغه ولايت ۱۳ وچ شوي کاريزونه يې بېرته پاک کړي او د استفادې وړ ګرځېدلي دي.د دې رياست رئيس مولوي مطيع الله منصور وايي: ((ديارلس هغه وچ کاريزونه يې بېرته ترميم او خلاص کړي،چې مخکې به خلکو ترې استفاده کوله،په وروستيو کې بند شوي وو.))سرچينه زياتوي، چې له دغو کاريزونو يو په ګواشته، لس په وړممۍ او دوه په يوسفخېلو ولسوالۍ کې وو پاک شول.ځايي خلکو د يادو کارېزونو د پاکېدو هرکلی او ستاينه کړې ده.