افغانستانخبرونه

د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د ۵۰ کورونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتيکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په همغږۍ د CWSA مؤسسې په مالي ملاتړ په ګيان ولسوالۍ کې د ۵۰ کورونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس مولوي مطيع الله منصور باختر آژانس ته ويلي، چې په ګيان ولسوالۍ کې په آسيا کې د ټولنيزو خدمتونو نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۵۰ کورونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې هر کور به دوې خونې او يو پخلنځي ولري.نوموړي زياته کړه، چې په دغو ټولو کورونو به ۱۲۴ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالره لګښت راشي.ورته مهال د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د مسولينو هڅې وستايلې، چې په تېرو څو مياشتو کې يې د زلزله ځپلو خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *