افغانستانخبرونه

د پکتيکا په وازه خوا کې د علمي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتيکا ولايت لرې پرتې ولسوالۍ وازه خوا کې د يو علمي مرکز( ندوة الطّيبين) د بنسټ ډبره کېښودله شوه. دغه مرکز چې په ۸، ۲ دوه اعشاريه اته جريبه ځمکه کې اباديږي د سيمې د يو اوسيدونکي مولوي عبدالمالک سعيد په شخصي لګښت جوړېږي. په دې مناسبت جوړو مراسمو کې د يادې ولسوالۍ د ولسوال مرستيال حمدالله نعماني، امنيه قومندان حاجي عُمير، د ابتدائيه محکمې رئيس قاضى امير محمد نثار، د ښوونې او روزنې امر مولوي عالم شاه خليل ، د مرکزي جومات خطيب مولوي محمد يعقوب سلمان، د امربالمعروف امر مولوي روزي محمد طيب، د حج او اوقافو مدير مولوي محمدسليم او نورو امارتي مسؤلينو تر څنګ د سيمي ۹۰ تنو علماء کرامو ، د مساجدو امامانو او سيمه ييزو مخورو ګډون کړي و. غونډې ته وينا کوونکو د سيمې په کچه تعليمي بهير ته له ورپېښو ستونزو په يادونې سره په يوه غږ له اوسني نظام څخه دې سيمې ته د جدي توجه غوښتنه وکړه او زياتوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په قصدي ډول له پامه غورځول شوي وو. دوي وويل چې سيمه کې يې د نورو ضرورتونو تر څنګ د ښوونې او روزنې لپاره هم ډيرو هڅو ته اړتيا ده او په دې برخه کې هرګام ته د قدر په سترګه ګوري.
د مسجد د پرانستې او د ياد علمي مرکز د بنسټ کېښودلو پرمهال مولوي عبدالمالک سعيد وويل چې دغه مرکز به د ناظرې او دارالحفاظ، د د يني علومو او د عصري زدکړو جلا جلا برخې ولري، دغه رنګه د مطالعې د فرهنګ عامولو په موخه يو کتابتون هم چې هرڅوک به ترې د مطالعې او څيړني په برخه کې استفاده کولاي شي په نظر کې نيول شوي دي. نوموړي زياته کړه چې له دغه مرکز څخه يې هدف د سيمې علماء کرامو او استادانو ته د علمي خدمت او ماشومانو ته د زدکړو زمينه برابرول دي. غونډې ته راغلو علماؤ په خپلو خبرو کې دا يو نيک اقدام وباله او له شتمنو يې وغوښتل چې د ديني مراکزو په تمويل کې درنه ونډه واخلي.پاتې دي نه وي چې په وازه خوا او ورڅيرمه لري پرتو ولسواليو کې د خلکو او وخت اړتيا وو ته په کتو د زدکړو امکانات له نشت سره برابر دي او د کمزوري اقتصاد له کبله خلک خپل اولادونه په شخصي لګښت مرکز او لويو تعليمي ادارو ته هم نشي ليږلاي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *