افغانستانخبرونه

د پکتيکا يو شمېر علماء د رياست الوزراء له اداري مرستيال سره کتنه کې:

حکومت دې لرې پرتو سيمو کې د پراختيايي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي

د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړم ماسپښين د پکتيکا ولايت د چهاربران ولسوالۍ يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل. په دې کتنه کې، لومړي مولوي

حاجي عبدالله مفتون د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او محلي حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزراء اداري معاونيت ته معلومات ورکړل. نوموړي زياته کړه، د اسلامي امارت مجاهدينو د زيار او قربانيو په نتيجه کې په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تامين دی او ځايي مسئولين خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي. نوموړي همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل ، ترڅو په لرې پرتو سيمو کې د مدارسو، ښوونځيو او کلينيکونو جوړولو او د انکشافي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل: د سرتاسري امنيت تامين او خلکو ته د هوساينې او لازمو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مسئوليتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. د رياست الوزراء اداري مرستيال د مطرح شويو وړانديزونو په اړه وويل: اسلامي امارت به د خلکو د امکاناتو په چوکاټ کې ورته رسيدګي وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *