افغانستانخبرونه

د پکتيکا يحيی خېلو ولسوالۍ کې پل جوړېږي

۲۵ متره اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي لري ، چې شاوخوا ۸۰ اتيا زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.د پله جوړوونکي امين الله محمود و ويل:  (( زه خبر نه وم ،ځکه زه ۶۰ کاله وروسته دلته راغلم، زه په دې هم نه وم خبر ، چې ميکسر هم شته او که نه، خو چې راغلم بيا مې ځينې شيان پيدا کړل. د دې پله لګښت تر اوسه پورې تر ۴۵ زره ډالرو اټکل شوی، خو ښايي له ۸۰ زره ډالرو هم پورته شي. )) د سيمې اوسېدونکي د دې پله جوړېدو ته خوښ دي او په خبره يې د سيلابونو پر مهال سيمه کې د پله نشتوالي او روغتون ته پر وخت د نه رسېدو له امله څو مېرمنو خپل ژوند بايللی و.دوی له نورو شتمنو هم غواړي، چې دا ډول د عامه ګټې کارونو ته اوږه ورکړي.د پکتيکا د يحيی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي رشيد و ويل:  ((  چې دا پل جوړ شي زموږ لپاره به اسانتيا وي، ناروغان به پر وخت روغتونونو ته ځي او نور توکي به هم په ارزانه راوړل کېږي. د ټولو خلکو او سيمې لپاره آسانتيا ده. )) د پکتيکا د يحيی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ادم ګل و ويل:  (( چې دلته به اوبه راغلې موږ به تر درېوو ساعتونو انتظار کاوه، چې اوبه کمې شي او موږ پرې راتېر شو، نو اوس دا پل چې جوړېږي زموږ د ټولې ولسوالۍ لپاره غوره کار دی. )) دغه پل د پکتيکا ولايت د يحيی خېلو ولسوالۍ په غيبي خېلو سيمه کې جوړيږي چې د پکتيکا درې ولسوالۍ به له مرکز ښرنې او اووه ولسوالۍ به له يوې بلې سره ونښلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *