
د پکتيا د عامې روغتيا رئيس وايي: د ۳،۲ درې اعشاريه دوه ميليونه افغانيو په لګښت شپږ روغتيايي کلينيکونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.د ياد ولايت د روغتيايي مسئولينو په خبره، د دې کلينيکونو په ګټې اخيستنې سره به د ډنډې پټان، جاني خېلو، ګرده څېړۍ، سيد کرم او ميرزکه ولسواليو د خلکو روغتيايي ستونزې حل شي.