افغانستانخبرونه

د پکتيا له مرکز  ګردېز څخه آريوب ځاځيو ولسوالۍ ته ((ملي بسونو)) فعاليت پيل کړ

پکتيا کې د ملي بس ادارې مسئولين وايي، چې له مرکز ګردېز څخه ځاځي اريوب ولسوالۍ ته يې د عامه ترانسپورټ په موخه د “ملي بس” چوپړتياوې پيل کړې دي.د ملي بس ادارې آمر نصرت الله جواد د باخترآژانس خبريال ته ويلي، چې له دې مخکې د ګردېز ـ کابل ترڅنګ د پکتيا څمکنيو او زرمت ولسواليو ته هم د ملي بس خدمات پيل شوي وو، چې وړمه ورځ ځاځي اريوب ولسوالۍ ته هم د مسافرو د تګ راتګ لپاره ملي بس فعاليت پيل کړ.د نوموړي په وينا په تېر۱۴۰۲ کال کې يې ۵۶ زره مسافرو ته د ګرديز- کابل او څمکنيو پرلويو لارو د ملي بس په واسطه ترانسپورټي چوپړتياوې وړاندې کړي.د ځاځي اريوب ولسوالۍ مرستيال صديق الله صديقي وايي، چې دغې سيمې ته د ملي بس فعاليت د خلکو لپاره په اقتصادي برخه کې ډير ګټور ګام دي او د سيمې د اوسېدونکو لپاره ښه اسانتيا ده.خلک د ملي بس فعاليت ته خوښي څرګندوي او وايي، دا د دوي لپاره ښه اسانتيا ده، چې په ارزانه او اسانه ډول تګ راتګ وکړي. د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي محمدانور صديقي وايي، چې د ملي بس فعاليت سره به خلک وکولاي شي چې په ارزانه کرايه تګ راتګ وکړي او هر څوک به ورته لاسرسي ولري.صديقي وويل: “دا چې د ملي بسونو فعاليت اريوب ځاځيو ولسوالۍ ته پيل شو، ډېره خوښي څرګند وو، ځکه چې د سيمې خلک غريب دي، ګرديز ته به خلک په اسانۍ او کم مصرف سره تګ راتګ وکړي.” مسافر بيا غوښتنه کوي چې د زړو ملي بسونو پر ځاي دې نوي وسايط زيات کړای شي تر څو خدمات په ښه ډول وړاندې شي، خو چارواکي بيا ډاډ ورکوي او وايي هڅې کوي چې نوي وسايط واخلي او معياري خدمات وړاندې کړي.د معلوماتو له مخې د ګرديز او ځاځي اريوب ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لويه لاره شاوخوا ۸۵ کېلو متره اوږدوالي لري چې “ملي بس” کې د نفر په سر ۱۳۰ افغانۍ کرايه اخيستل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *