
پکتيا کې يوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزيټ زمينه برابره شي.دوی وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګراتګ کوي او دواړو لوريو ته سوداګريز توکي لېږدول کېږي، خو په وينا يې، رسمي بڼه نهلري.دغه سوداګر همداراز زياتوي، چې د ګمرک امکانات کم دي او ډېری وخت له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.د سوداګرو په وينا: د ډنډپټان لاره تر نورو هغو د کراچۍ بندر ته شاوخوا ۱۵۰ کيلومتره نږدې ده چې په دې سره به په آرزانه توګه سوداګريز توکي ولېږدول شي.د پکتيا يوه سوداګر خالد وويل: (( زموږ سره د لارې د ترانزيټ وعدې شوي، خو تراوسه عملي شوي نهدي. که څه هم طرحه يې جوړه شوې، موږ بيا هم له حکومت غوښتنه کوو ،چې د ترانزيټ رسمي کېدو په برخه کې له موږ سره کوښښ وکړي.))په همدې حال کې د پکتيا يوه بل سوداګر ګلمدين وويل:که پر دې لارې ټرانزيټ وشي، ګڼشمېر خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.د نوموړي په وينا: دا مهال پاکستاني لوري ته د سوداګريزو توکو د ښکته او بارولو برخه کې شاوخوا ۷۵۰۰ کسان پر کار بوخت دي او د يادې لارې ټرانزيټ سره افغان لوري ته هم ګڼشمېر خلک پر کار شي.نوموړي وويل: (( که پر دې لاره ترانزيټ وشي، ګټه به يې دا وي، چې زياتو خلکو ته به د کار زمينه برابريږي؛ ځکه هغې خوا ته چې زموږ د ډبرو سکاره ځي، يا له هغه طرفه نور واردات راځي، د هغه طرف ته تر ۷۵۰۰ کسان پکې کار کوي، که موږ وغواړو دا مالونه دېخوا خالي او بار کړو دا به زموږ د پکتيا خلکو لپاره ډېر عوايد لاسته راځي او د کار زمينه به برابريږي.))پکتيا کې د سوداګرۍ خونې مسئولين هم وايي: د ډنډپټان له لارې په رسمي توګه د نهترانزيټ او سرحدي سيمه کې د ګمرک ګدامونو نهشتون له امله سوداګر ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسئول حسيب ګردېزي وويل: (( اوس وخت کې زموږ د تجارانو اساسي مشکل د ګمرک لپاره د ګدامونو نشتون دی. اکثره وخت تجاران د پاکستان نه ،چې کوم مالونه واردوي، د زيات وزن له امله چې دېرش ټنه يا څلوېښت ټنه يا لس ټنه اضافي مال ،چې په موټر کې باروي، نو په هغه موټر کې چې بار وي، هلته يې دروی ،چې دوی بل موتر پيدا کړي او انتقال يې کړي. که هلته ګدامونه موجود وي، دوی کولای شي په ډېرې اسانۍ سره هلته هغه خپل اضافي مال ګډام کې واچوي وروسته يې نورو ولايتونو يا مرکز ګردېز ته انتقال کړي.))په ورته وخت کې د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د ډنډپټان لارې د ترانزيټ چارې به نږدې راتلونکي کې وروستۍ شي. د پکتيا د ولايت وياند عبدالقادر احمدي وويل: د ډڼډ پټان لارې رسمي کېدل يې د راتلونکي کال يو له مهمو لومړيتوبونو څخه دي او نږدې وخت کې به يې کارونه ترسره شي.نوموړي وويل: (( انشاالله په کم وخت کې به دغه لاره ترانزيټ کړو او ترانزيټ به شي. د پکتيا د راتلونکې کال په پلان کې چې کومې پروژې لرو، د دغې لارې ترانزيټ هم پکې دي، ټولو تجارانو او خلکو ته ډاډ ورکوو چې دغه لاره به انشاالله په نږدې راتلونکي کې ترانزيت شي.))د سوداګرو پر وينا: د ډنډپټان لارې د رسمي کېدو لپاره پاکستان خپلې خوا ته ټول تعميراتي او اړين کارونه هم ترسره کړي دي.