
خبرونه
د پکتيا د طب پوهنځي له کادري روغتون سره د طبي توکو مرسته وشوه
د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې د عامې روغتيا وزارت له لوري د پکتيا پوهنتون اړوند کادري روغتون سره د دوه اعشاريه اووه ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته وشوه.د پکتيا پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل سيف الرحمن روهي د عامې روغتيا وزارت له لوري له دغه روغتون سره د مرسته شويو توکو اقدام بې ساری وباله او په دې برخه کې يې د لا زياتې مرستې غوښتنه وکړه.د يادونې وړ ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم له ياد روغتون سره د PU-AMI موسسې له خوا د څه باندې ۴ ميليونو افغانيو په ارزښت د طبي تجهيزاتو مرسته شوې وه. باختر