خبرونهراپورونه

د پکتيا د جانيخېلو اوسېدونکي له لومړنيو آسانتياوو بې برخې دي

د پکتيا جانيخېل، د دغه ولايت له ټولو لرې پرته ولسوالي ده ،چې خلک يې له لومړنيو خدمتونو هم بې برخې دي او دوی د روغتيا تر څنګ په نورو رغنيزو برخو کې د کار غوښتنه کوي.د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: عمومي لارې خرابې دي او ترڅنګ يې په سيمه کې يو منظم روغتون هم نه شته ،چې له امله يې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.د يادې ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي: په سيمه کې يې د عمومي لارو د جوړېدو په هدف اووه ځلې د وخت حکومتي چارواکو د لارو پرانيستې کړې، خو تر اوسه هم دغه لارې نه دي جوړې او خلکو ته يې په ورځني ژوند کې ستونزې جوړې کړې دي: (( سرک بېخي خام دی، خلک له زياتو ستونزو سره مخ دي، شهرنو بازار او يا ګردېز ته مريضان په خپل وخت نه شو رسولی،په دې لاره بيخي ګردونه زيات وي، هېڅوک هم د ګرد له لاسه په لاره نه شي تللی؛ په دې لاره کې ډېرې ستونزې شته.)) د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالله خان وايي، په سيمه کې يوازې يو کوچنی کلينيک لري چې د دوی لپاره بسنه نه کوي او په وينا يې: ډېری وخت هغه ناروغان ،چې مرکز ګردېز او يا بل ځای ته انتقالوي، د لارو د خرابوالي له امله په لاره کې ساه ورکوي : ((د ټولې ولسوالۍ په سطحه يوازې يو کلينيک لرو هغه هم په نه شتون حساب دی، د جانيخېلو خلک ،چې د روغتيا په برخه کې کوم ضرورت لري هغه ضرورت نه شي پوره کولی. معاينه خانه لري،خو يو څو رقمه ټېسټونه کوي او ګولۍ مريض ته ورکوي، که روغ شو او که مړ شو.)) بل لور ته د پکتيا ولايتي مسئولين د جانيخېلو ولسوالۍ ستونزې مني ، خو وايي  په دې ولسوالۍ کې يې د روغتيا او بيارغونې په برخو کې کارونه روان کړي دي.د پکتيا ولايت وياند عبدالقدير احمدي وايي: په جانيخېلو ولسوالۍ کې يې د درو کلينيکونو د جوړولو چارې روانې دي ،چې د لويو لارو د جوړولو ترڅنګ يې د بازخېلو په سيمه کې د اوبو د سربند کارونه هم روان دي ،چې د پکتيا په کچه لويه پروژه ده: (( موږ هلته درې نوي کلينيکونه په سپينو ساحو کې ايجاد کړي دي. د بازخېلو د اوبو سربند دی،چې پنځوس سلنه کار يې شوی او دا يوه اساسي پروژه ده د پکتيا په سطحه؛ بل د څمکنيو او جانيخېلو ولسواليو سړک دی چې په اساسي ډول ترسره کېږي. )) د يادونې وړ ده، چې د يادې لسوالۍ خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې هم ستونزې لري او د دوی په خبره چې په ډېرو کمو سيمو کې د مرستندويه موسسو له لوري د پاکو اوبو څاه ګانې کېندل شوې؛ خو لا هم ډېرې کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او خلکو ته له دې امله بېلا بېلې ناروغۍ پيدا شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *